ننگرهار؛ بختيار کلب لوبډلې د سمير جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۱:۱۵
ننگرهار؛ بختيار کلب لوبډلې د سمير جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو تر منځ د سمير جام په نوم د واليبال سيالۍ د بختيار کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د‌ يادو سياليو پايلوبه د بهسودو منتخبې او بختيار کلب لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې د بختيار کلب لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۳ مېدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه د ځوانانو تر منځ يووالی او له نظام څخه ملاتړ ياده شوی و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

په پای کې ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS