ننګرهار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
