ننګرهار ؛ د هرات ولایت د زلزله ځپليو د لاسنیوي په موخه د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۱۱
ننګرهار ؛ د هرات ولایت د زلزله ځپليو د لاسنیوي په موخه د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په مرسته د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د هرات ولایت زلزله ځپليو د لاسنیوي او مرستو راټولو په موخه د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د چپرهار منتخب او سره رود ولسوالیو لوبډلې سره ولوبېدلې، چې چپرهار لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر سره رود ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په یادو سیالیو کې ګډونوالو د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د هرات له زلزله ځپليو سره د مرستې په موخه یادې سیالۍ پیل کړې؛ ترڅو له دې لارې د هرات ولایت له ولسونو سره غمشریکي وکړي او د هغوی لپاره مرستې راټولې کړي.

د دغو سیالیو راتلونکې لوبه به د شفیق لغماني او کوټ ولسوالۍ منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د یادولو ده، چې یادې سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS