ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت ګولډ جلال آباد ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې جلال آباد ځوانانو لوبډلې له خپل ۱۷۲ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۶۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې پشهيي ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
