ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د تورخم سوپر سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د زاخیل او تورخم سوپر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تورخم سوپر سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٣ منډو هدف وټاکه. زاخیل لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ١١٥ منډې وکړې او د ٢٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
