پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۴۴
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې یاران لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې ارګون اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۱:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۱:۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اتو غوره لوبډلو پړاو کې جاپان ته سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د ٢٠٢٦ اسیا ملتونو جام اتو غوره وبډلو پړاو کې چابان ته د ٦ - ٠ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده او له دغو سیالیو څخه بهر شوه.

افغانستان په دغو سیالیو کې خپلې لومړۍ دوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

کابل کې د ملي لوبډلې ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د ملي لوبډلو د نویو ځوانانو او ځوانانو د ۱۸ لوبغاړو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS