ننګرهار؛ د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د جوړېدو په موخه ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۱:۲۷
ننګرهار؛ د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د جوړېدو په موخه ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښونو او همغږۍ د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د جوړولو په موخه د ۶۰ کلبونو د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ په څلورو کټګوریو کې پیل شوې.

دا سیالۍ، چې کوچنیانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري ډلبندیو کې پیل شوي دي، چې پر دوام يې نن د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ پای لوبه ترسره کېږي، چې ګټونکي لوبغاړي به یې منتخبې لوبډلې ته ځي او د ځوانانو او لویانو ترمنځ به نیمه پایلوبه ترسره شي، چې ګټونکي لوبغاړي به یې پایلوبې ووځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS