نادر روحاني د بنګلدیش په کوربهتوب د سنوکر په سیالیو کې څلورو بهترینو ته لار وموندله
افغان ورزشکار نادر روحاني د جنوبي اسیا د سارک غړو هیوادونو د سنوکر په سیالیو کې خپل بنګلدیشي سیال ته د "۵-۴ " په توپیر په ماتې ورکولو سره د څلور بهترینو سیالۍ ته لار وموندله.
دا سیالۍ له تېرو درې ورځو راهیسې د بنګلدیش په کوربهتوب روانې دي.
د یادونې ده، چې صالح محمد بیا په اتمه مرحله کې د خپل پاکستاني سیال پر وړاندې ماتې وخوړه.
