ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د واليبال دوستانه سيالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په غوښتنه د چک ولسوالۍ د اتحاد لوبډلې په همکارۍ د يادې ولسوالۍ په چک بند کې د ۸ لوبډلو ترمنځ تشويقي او دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
د يادو سياليو پايلوبې ته د چک اتحاد الف او چک اتحاد ب لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې اتحاد الف لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو موخه د ځوانانو تر منځ يووالی او د ولسوالۍ په کچه ورزش ته وده ورکول وو.
