لوگر کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سیلف ډفينس سبک سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۲۰
لوگر کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سیلف ډفينس سبک سيالۍ وشوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز پل علم ښار په دولتي جمنازيوم کې د سویل ختیځ زون په کچه د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سیلف ډفينس سبک سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له پکتيا، خوشت، غزني، پکتيکا او لوگر ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې لوگر لومړی، خوست دويم او پکتيا بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کمربندونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۴۸
Background image

هرات کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په معلم صاحب عبدالغني ورزشي لوبغالي کې له ۴۲ کلبونو د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۴۵
Background image

دایکندي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د استقلال ش.ه. ید صادقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټسال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د استقلال جام په نوم د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۴۳
Background image

جوزجان؛ درزاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ( ورزش د ټولو لپاره ) جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال. . .

BACK TO NEWS