لوګر کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت يو معياری ورزشي کمپلکس جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۸:۰
لوګر کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت يو معياری ورزشي کمپلکس جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د ملي پانګوال محمد رومل اکرم يار لوري د لوګر ولايت په کلنګار سيمه کې د ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لگښت يو معياري ورزشي کمپلکس جوړ او نن د هېواد ورزش ادارې د عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او مل پلاوی په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه ورزشي کمپلکس، چې په يوه وخت کې د ۶۰۰ څخه زیاتو نندارچيانو ظرفيت لري، پکې به د فوټسال، واليبال، بوکسېنګ، بدن ښکلا او ووشو ورزشکاران خپل تمرینات او سيالۍ ترسره کوي.

د ياد ورزشي کمپلکس د پرانيستې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق ټولو ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې او زياته کړه چې الحمدلله موږ اوس له يو ښه امنيت څخه برخمن يو، چې له امله يې افغانستان اوس د ورزش سربېره په هره برخه کې د پرمختګ په حال کې دی.

نوموړي همدارنګه د کلنګار د ورزشي کمپلکس د جوړونکو او همکارانو څخه مننه وکړه، چې د ورزش د ودې او د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره يې دغه ډول يو معياري ورزشي کمپلکس جوړ کړی دی.

دغه راز د کلنګار ورزشي کمپلکس بنسټ ګر محمد رومل اکرم يار، ټولو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې ورزشي کمپلکس په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د لوګر ولايت مرستيال والي مولوي محمد انور دين پرور بیا ځوانانو ته په خطاب کې وويل، چې تاسو هغه خلک يئ چې د ورزش په ميدان کې د ټولو افغانانو هيله تاسو ته ده، چې سبا به دورزش په ميدان کې له نورې دنيا سره مقابله کوئ او د ورزش ميدانونه به ګټئ او د دې ورزشي کمپلکس مبارکي يې ټول لوګر ته او په ځانګړې ډول د کلنګار اوسيدونکو ته وويله.

د‌ ياد ورزشي کمپلکس د پرانيستې پر مهال د کابل منتخبې او کلنګار ورزشي کمپلکس لوبډلو ترمنځ يوه دوستانه سيالۍ هم ترسره شوه، چې کوربه کلنګار لوبډلې د ۳ - ۲ ميدانونو په توپير بريا خپله کړه.

د ويلو ده، چې د ياد ورزشي کمپلکس د پرانستې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي سربېره، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دين پرور، د دې ولايت د بدني روزنې او ورزش آمر مزمل نعيم زي، سيمه ايزو مسوولينو، ورزشکارانو او گڼ شمير د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۰:۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالي کې له دوو کلبونو د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۵۹
Background image

غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې. . .

BACK TO NEWS