زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د سامبوکورش سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو اولویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې همراز اتلانو کلب ورزشکارانو لومړی او عبدالحلیم کلب ورزشکارانو بیا دویم مقام ترلاسه کړ.
