لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز دليل قلعه کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د څلورمې کاليزې په مناسبت د واليبال سيالۍ د دلیل قلعه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې دليل قلعه لوبډلې خپلې سيالې نالاويو لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
ياده دې وي، چې دغو سياليو ۱۶ ورځې دوام وکړ او پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او تقدير نامې ورکړل شوې.