لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۲۳:۳
لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د پروايي چهلګزي او الوخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پروايي چهلګزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٧ منډو هدف وټاکه. الوخېلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د څلورو ویکټو په زيان ١١٢ منډې وکړې او د ٥٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د کوچني اختر په مناسبت پیل شوي دي، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې ورزشي جشنوارې پای ته ورسېدې

د تخار ولایت دبدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رستاق ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د پسرلني موسم په موخه د وزلوبې او سیمه ییزې غېږنیونې ورزشي جشنوارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۲:۳
Background image

د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه‌ییزو لوبو فدراسیون رییس غلام سرور جلال په رسمي سفر روسیې ته تللی

د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه‌ییزو لوبو فدراسیون رییس غلام سرور جلال د سیمه‌ییزو لوبو اووم پړاو نړۍ وال کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته په رسمي سفر تللی.

دغه سمینار د روسیې په کوربه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۵۹
Background image

کندز کې د ۵۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د فټنس او د بدن ښکلا کلب پرانیستل شو

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د حاجي عبدالستار حمیدي تر نظارت لاندې د حمیدي ځوانانو په نوم د یاد ولایت په امام صاحب بندر کې د ۵۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د. . .

BACK TO NEWS