د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او سپورت سبک سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د پروان ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او کاپیسا ولایت ورزشکارانو بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
