لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د پروايي چهلګزي او الوخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پروايي چهلګزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٧ منډو هدف وټاکه. الوخېلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د څلورو ویکټو په زيان ١١٢ منډې وکړې او د ٥٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د کوچني اختر په مناسبت پیل شوي دي، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.