غزني نن د ورزشي نندارو او د فوټبال سیالي کوربه دی
د ورزش د ادارې د رهبري په شتون کې به نن دوه بجې د غزني ولایت د فوټبال په سټېډیوم کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې او د غزني ولایت د منتخبه لوبډلې ترمنځ سیالي ترسره شي.
یاد سټېډیوم دوه کاله وړاندې د سیلابونو له امله تخریب شوی و، چې بېرته د فوټبال فدراسیون له لوري ورغول شو او نن به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د لوبې او مراسمو لپاره تیاری په لاندې انځورونو کې راسره وګورئ.
