غزني؛ ورزشي امر د دوو ولسوالیو ورزشي فعالیتونه له نږدې ولیدل
موږ مسؤلیت لرو چې د هیواد په لرو پروتو سیمو کې د ویاړلو ورزشکارانو لیدنه وکړو او دوی ته د لا زیاتې هیلې او انرژی د ورکولو لپاره هڅې وکړو.
ښاغلی بلال مج.اهد د غزني ولایت د ورزش امر د یاد ولایت جاغوري او مالستان ولسوالیو ته د فوټبال، هنډبال، باسکیټبال او پاور لفټینګ د فدراسیونونو له مسوولینو سره یو ځای د سفر په ترڅ کې د دغو ولسوالیو له ورزشکارانو سره له نږدې وکتل.
دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې ورزشکارانو او د سیمې د خلکو له تود هرکلي او ګلونو ګېډیو سره مخ شو، د ورزشي ټیمونو مسوولینو او د غزني د مرکز د ورزشي روزونکو د سیالیو او دوستانه نندارتونونو په ترسره کولو سره دې هیت ته يې ښه راغلاست ووایه.
د جاغوري او مالستان ولسوالیو له ورزشکارانو سره د لیدنې په څنډه کې د غزني د ورزش امر رئیس د په برخه کې د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د ورزشي فدراسیون له مسوولینو څخه یې د ورزشکارانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او په راتلونکي کې د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.