غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې له ۱۸ کلنو کم عمره د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د جاغوري ولسوالۍ په ناوه انګوري سيمه کې له ۱۸ کلنو کم عمره د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د نوين حوتقول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې نوین حوتقول لوبډلې خپلې سيالې تلتمور لوبډلې ته د ۱/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و.
