سمنگان؛ حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۳:۳۲
سمنگان؛ حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې فیضي لوبډلې خپلې سیالې برېښنا لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

د بدخشان ولایت د وزلوبې فدراسیون لپاره نوی مسؤل وټاکل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پهلوان زبیر قيومي پر ځای الحاج ملا حیدر حیدر د بدخشان ولایت د وزلوبې فدراسیون نوی مسؤل وټاکل شو.

د هېواد د ورزش ادارې رهبري او ورسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۱۶
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ په همغږي او د التنسیق خصوصي ښوونځي له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

پکتيکا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مسواس سيمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې دوې ورځې يې. . .

BACK TO NEWS