پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۱۶
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ په همغږي او د التنسیق خصوصي ښوونځي له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د التنسیق اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د التنسیق اتلانو او ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه التنسیق اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٢ منډو هدف وټاکه. ستورو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٥٩ منډې وکړې او د ٢١ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ښوونځي د زده کوونکو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۵۴
Background image

د ورزش ادارې رهبري د روسيې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې د ځینو هیوادونو له ورزشي مسولینو سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدلله وثیق د روسیې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې د روسیې، قطر، مالي هیوادونو له ورزشي مسولینو او استازو سره لیدنې وکړې او پر اړوند ورزشي اړیکو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۵۲
Background image

د ورزش ادارې رهبري د روسيې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې ګډون وکړ

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدلله وثیق او ورسره مل پلاوي د روسیې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې ګډون وکړ. یاد فورم " روسیه، د ورزش هیواد/ Russia, the country of sport " تر شعار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS