زابل؛ په قلات ښار کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې د بازار او سحراني کليو لوبغاړو ترمنځ چمتو شوې وې، په پايله کې د سحراني کلي لوبغاړو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و او يوه ورځ يې دوام وکړ.
