زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۹ ورزشکارانو ترمنځ د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې چې يوه ورځ يې دوام وکړ د شاجوی بازار او شاه حسن خېلو سيمې غېږ نيونکو پکې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې مساوي پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول ياد شوي دي.
