زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې د استاد محمد نادر خان توخي او استاد عبدالغفور کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د استاد محمد نادر خان توخي کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.