زابل؛ شاه ناصر لوبډلې د مرکز قلات ښار د ټېپ بال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۱:۴۰
زابل؛ شاه ناصر لوبډلې د مرکز قلات ښار د ټېپ بال سياليو اتلولي وګټله

د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د بدني روزنې او سپورټ امريت په همغږۍ د لېسو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ، چې درې ورځې وړاندې د ٦لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د شاه ناصر لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايله کې د شاه ناصر او اتلانو لوبډلو پايلوبې ته لار وموندله، چې اتلانو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې ٨٠ منډې وکړې.

په مقابل کې د شاه ناصر لوبډلې د لوبې په درېیم اور کې ورکړل شوى هدف پوره کړ او لوبه يې د لس ويکټو په توپیر وګټله.

په پاى کې غوره ورزشکارانو ته د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري ورزشي وسايل هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS