پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې غزني لوبډلې خپلې سيالې پوهنتون لوبډلې ته د ۵ پر صفر گولوتو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
