د یما شهید فوټبال لوبډله د کابل فوټبال لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۸:۳۸
د یما شهید فوټبال لوبډله د کابل فوټبال لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

د یما شهید فوټبال لوبډله د کابل فوټبال لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

دغه سيالۍ دوه مياشتې مخکې د ١٤ ټيمونو (یورش بګرامي ، یماشهید، افغان ملی ، صلح ، توحید ، امیدافغان ، شاه کلپ ،

یاران شمال ، پامیر ، امید پنجشیر ، MTN ، ستاره آزادی او متحد چهاردهی په غازي سپورتي لوبغالي کې پیل شوې وې نن د لیندۍ مياشتې په ۹مه د ۴۵ لوبو وروسته د یما شهید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په پای لوبه کې د یورش بګرامي او یما شهید لوبډلو تر منځ لوبه د ۲/۲ په پایلې سره مساوي شوه.

خو د یما شهید لوبډلې په پنالټي ضرباتو کې وکولای شول د یورش بګرامي لوبډلې ته د ۵-۳ په پایلې سره ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دغو سياليو کې د یورش بګرامي لوبډلې وکولای شول، چې د سيالۍ د دويم مقام خپله کړي.

د دې لیګ د ترسره کولو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبې ته وده ورکول دي.

د سیالیو په پای کې د المپیک ملي کمیټې او ورزش سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمین هم ګډون وکړ او د فوټبال فدراسیون له مشرتابه څخه یې د کابل لیګ د پیلولو له امله مننه وکړه او د دغې برخې له مسوولینو یې وغوښتل چې په مرکز او ولایتونه کې خپل پروګرامونه پراخ کړي.

د لوبې په پای کې د بدني روزنې د عمومي ریاست د رهبرۍ له خوا د اتلې لوبډلې، دویمې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه وویشل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS