د کابل ښار د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۰:۵
د کابل ښار د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۵۱ کلبونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ به د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۳۲ کيلو ګرام څخه تر ۸۵ کيلو ګرام بېلا بېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو په پايله کې به له هرې عمري کټګوريو څخه ۲۴ ورزشکاران، چې ټول ۷۲ ورزشکاران کېږي د کابل ښار د کونګ فو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د کابل ښار د کونګ فو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

یاده دې وي، چې د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون مشاور دین محمد صافی، د یاد ریاست مسوولین او ورزشکاران راغلي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

میدان وردګو ولایت کې د ۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د بدن ښکلا کلب پرانیستل شو

په میدان وردګو ولایت کې د انجنیر نثاراحمد شیرزي په شخصي لګښت د یاد ولایت مرکز میدانښار کې د ۳نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د بدن ښکلا یو شخصي کلب جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلپ د انجینر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۲:۲۳
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال c ګروپ سیالۍ پيل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال c ګروپ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۶:۱۵
Background image

کندز؛ آسيا گروپ لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي خپله کړه

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په خورشيد لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ، چې درې مياشتې مخکې. . .

BACK TO NEWS