د کابل ښار د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۵۱ کلبونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ به د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۳۲ کيلو ګرام څخه تر ۸۵ کيلو ګرام بېلا بېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د یادو سياليو په پايله کې به له هرې عمري کټګوريو څخه ۲۴ ورزشکاران، چې ټول ۷۲ ورزشکاران کېږي د کابل ښار د کونګ فو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د يادو سياليو موخه د کابل ښار د کونګ فو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
یاده دې وي، چې د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون مشاور دین محمد صافی، د یاد ریاست مسوولین او ورزشکاران راغلي وو.