کندز؛ آسيا گروپ لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي خپله کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۰:۴۵
کندز؛ آسيا گروپ لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي خپله کړه

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په خورشيد لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ، چې درې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د آسيا گروپ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې آسيا گروپ لوبډلې خپلې سيالې صبح صادق لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د امام صاحب ولسوالۍ په کچه د غوره لوبغاړو موندل وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS