د هرات ورزشکارانو د نړيوالو لوبو په جريان کې د سرو زرو او برنزو مډالونه ترلاسه کړل
د هرات ولايت ورزشکارانو د نړيوالو لوبو په جريان کې يو د سرو زرو او دری د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.
دغه سيالۍ چې د ايران هېواد په کوربه توب د دريو ورځو لپاره پيل شوې وې، له هرات ولايت څخه هم پکې يوې لوبډلې ګډون کړی و، چې په پايله کې معين تاجک د سرو زرو او عتيق الله، سيد منصور سادات او منصور غفوري د سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست د دغې لويه لاسته راوړنې مبارکي د کيک بوکسنګ فدراسيون، ورزشکارانو، د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه د هرات ولايت اوسېدونکو ته وړاندې کوي.
