د فوټبال د پروګرامونونه د کابل غازی لوبغالي کې
د فوټبال د پروګرامونونه د کابل غازی لوبغالي کې
د کابل فوټبال فدراسیون له یوې میاشتې راهیسې په بېلابېلو کټګوریو کې د فوټبال سیالۍ په لاره اچولو سره د کابل ورزشي لوبغالي فضا بدله کړې ده.
دغه سيالۍ په بېلابېلو ليګونو او د کابل له بېلابېلو سيمو څخه د فوټبال د ټيمونو په ګډون په دوو پړاوونو کې روانې دي چی هره ورځ سهار او ماښام جریان لري.
د کابل د فوټبال فدراسیون رئیس حیات الله لوګروال د دغو سیالیو په اړه زموږ خبریال ته وویل: د کابل دویم لیګ چې د غبرگولی له لومړۍ نېټې د ۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و د لړم په ۱۷ مه نېټه د پيروزي ځوانانو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېد.
د ځوانانو لوبډلې د ټورنمنټ په ټولو لوبو کې ۲۸ نمرې وګټلې او اتلولي خپله کړه.
د لوګروال په خبره د ځوانانو له لوبډلې څخه دین محمد د لسو ګولونو په وهلو سره د غوره ګول وهوونکئ لقب خپل کړ.
محمد فیصل د فیروزي ټیم څخه د سیالۍ غوره ګول ساتونکی او راشد د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ښاغلي لوګروال د نورو سیالیو په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د سږکال د فوټبال سیالۍ په بیلابیلو لیګونو کې لکه لومړی لیګ لس لوبډلې لري
دویم لیګ شپږ لوبډلې لري
په دریم لیګ کې هم ۱۴ لوبډلې برخه لري
څلورم لیګ کی ۳۰ لوبډلې شاملی دي.
د ښاغلي لوګروال په وینا، په څلورم لیګ کې ۳۰ لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو کې لوبې کوي.
دغه لوبې هر سهار د دوو لوبو تر سره کېږي یاد لیګ د لړم د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پیل او د لیندۍ په ۲۰ نیټه پای ته رسیږي.
د دې ټورنمنټ له پای ته رسیدو وروسته، هغه دوه ټیمونه چې ډیرې نمرې لري د دریم ډویژن لیګ ته به وده ورکړي.
همدارنګه د دریم لیګ سیالۍ چې د تلې په ۲۸ مه پیل شوې، هره ورځ د غرمې وروسته د دوو لوبو په ترسره کولو سره ادامه مومی.
په دې لیګ کې ۱۴ لوبډلې برخه لري او اووه لوبډلې په دوو ګروپونو کې سره لوبې کوي.
د یادونې وړ ده چې د دې ټورنمنټ په پای کې به هغه څلور لوبډلې چې تر ټولو زیاتې نمرې ولري دویم لیګ ته لار پیدا کوي.
د کابل د فوټبال فدراسیون وايي، د دغو سیالیو له ترسره کېدو یې موخه په کابل ولایت کې د فوټبال وده او پراختیا او له ورزش سره د ځوانانو لېوالتیا ده دوی هیله لري چې مینه وال او لیدونکي وکولای شي دغه سیالۍ د کابل په ورزشي لوبغالي کې په ارامه فضا کی وګوري.
