د غزني مرکز کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د خواجه عمري ولسوالۍ فوټسال الف ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز ښار په شاه مردان جمنازيوم کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د خواجه عمري ولسوالۍ د فوټسال الف ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ارمان صلح لوبډلې خپلې سیالې افتخار چهل ګنبد لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د خواجه عمري فوټسال الف ليګ غوره لوبډله موندل او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې لس ورځې يې دوام وکړ.
