جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۴۹
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز شبرغان ښار په تيمور کلي کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د بلخ، سرپل، فارياب او جوزجان ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، په پايله کې د ۶ جوړو لوبې مساوي او ۱۴ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه د کورش لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۹:۴
Background image

کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ننګرهار ستوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۳
Background image

خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د باک خاورین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۱
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سید آباد زلمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS