د سکي فدراسیون رئیس د اسیا ژمنیو لوبو سیالیو کې د ګډون لپاره چین هیواد ته په سفر ولاړ
د اسیا ژمنیو لوبو نهم پړاو سیالیو ته ، چې د چین هېواد په کوربهتوب به د هربین په ښار کې تر سره شي، د سکي فدراسیون رئیس محمد داوود کارګر په سفر ولاړ او د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق سره یې مخه ښه وکړه.
د مخه ښې په دې مراسمو کې په لومړي سر کې محمد داود کارګر د یادو سیالیو پر اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او بیا ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې یادې سیالۍ مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران به په نوموړیو سیالیو کې ښه وځلېږي.
د اسیا ژمنیو لوبو نهم پړاو سیالۍ د روان کال فیبروري میاشتې په اوومه نېټه پیليږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام ولري، چې له ۳۴ اسیایي هېوادونو څخه پکې ۱۲۷۵ ورزشکاران ګډون کوي.
په نوموړیو سیالیو کې د سکي فدراسیون رئیس او درې افغان ورزشکاران د افغانسان په استازولۍ ګډون کوي.