د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ د فوتسال غوره لیګ د سیالیو دوام
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د فوتسال غوره لیګ سیالیو پر دوام تېره ورځ د "جوانان قديم او نوبهار" لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه له "٣-٣" پايلې سره مساوي پاى ته ورسېده.
د دې ليګ پر دوام به نن چهارشنبه د "صداقت او عقاب شولګره" لوبډلو ترمنځ لوبه وشي.
د يادولو ده، چې دغه سيالۍ هره د شولګرې ولسوالۍ د سيدجمال افغان لېسې په ورزشي لوبغالي کې دوام لري.
