د افغانســــــــتان فوټبال ملي فدراسیون د راتلونکو اسيايي، المپيکي او دوستانه لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړلې
د افغانســــــــتان د فوټبال ملي فدراسیون د ملي او ٢٣کلنو کم عمره ملي لوبډلو سر روزونکو د يو خبرې کنفرانس پر مهال د راتلونکو اسيايي، المپيکي او دوستانه لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړلې.
په دغو لوبډلو کې د چين هېواد په کوربتوب د المپيکي سياليو لپاره د فوټبال ملي لوبډلې د سر روزونکي په مشرۍ ٢٣ کسيزه لوبډله او همدا راز د دوو دوستانه لوبو لپاره چې د سپټمبر په اوومه به له بنګلدېش او د سپټمبر په دوولسمه به له فلپین سره ترسره شي ٢٧ کسيزه لوبډله اعلان کړه.
همدا راز په دې کنفرانس کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ٢٣ کلنو مقدماتي سياليو لپاره چې د سپټمبر له ٤مې څخه تر ١٢نېټې به له ازبکستان، ايران او هانګ کانګ سره ترسره شي هم ٢٨ کسيزه لوبډله اعلان کړه.
د فوټبال له ٢٣ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د المپيکي سياليو لپاره هم لوبډله اعلان کړه، دغه لوبې به د سپټمبر له ٢٠ مې څخه تر ٢٣نېټې پورې په چين کې ترسره شي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د بنګلدېش پر وړاندې ترسره کړي.
د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکو عبدالله المطیري له رسنيو سره د فوټبال د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو پر اړه وویل: مخکي له چې سياليو ته ولاړ شو باید لوبغاړي ذهني لوبو ته چمتو کړو.
ښاغلي المطیري زياته کړه؛ هغو لوبغاړو ته به چانس ورکړي چې د افغانستان لپاره ښې لوبې وکړي په خبره يې؛ ټوله هڅه يې دا ده چې د خپل پلان له مخې د افغانستان ملي لوبډله تر نړيوال جام پورې ورسوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې له منګوليا سره هم د دوو دوستانه لوبو چې د اکتوبر په ١٢مه او ١٧مه نېټه به ترسره خبر ورکړ.
المطیري په خپلو خبرو کې هيله وښوده، چې منګوليا ته به ماتې ورکوي چې تر دې ماتې وروسته به په قطر کې تمريني کمپ هم داير کړي.
په دې خبرې کنفرنس کې د فوټبال ٢٣کلنو کم عمره لوبډلې سر روزونکي ظاهر حسني وویل؛ د دغو سياليو لپاره يې لوبغاړو ته درې مرحلې تمريني کمپ داير کړ چې ٦٥ لوبغاړو پکې ګډون درلود.
ښاغلي حسني زياته کړه تر راتلونکو دوولس ورځو به په سعودي عربستان او يا هم کوم بل هېواد کې د تمريني کمپ او دوستانه لوبو زمينه برابره کړي.
