د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۷:۱۳
د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د افغانستان له ۲۳ کلنو کم عمره، ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ آسيا جام غوراوي سياليو کې د ګډون په موخه نن( يکشنبه، د وږي ۹مه) ميانمار هېواد ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې او فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او نورو ورزشي مسوولينو ګډون درلود، چې ښاغلي وثيق وويل، خوښ یم، چې نن له هغه ځوانانو سره وينم، چې د افغانستان په استازولۍ به د اسیا جام فوټبال غوراوي سياليو کې ګډون وکړي.

دغه راز نوموړي لوبغاړو ته په خطاب کې وويل، تاسو په دغه سياليو کې د افغانستان سفيران يئ، نو تاسو بايد د افغانستان ښه استازولي وکړئ او هيله يې څرګنده کړه، چې له دغو سياليو به ډک لاس هېواد ته راستانه شئ.

دغه راز د دې ادارې او فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، افغان لوبډله يوه منسجمه لوبډله ده، چې د داخلي لوبغاړو سربيره پکې په بهرنيو هېوادونو کې ميشت افغان فوټبالرانو هم شتون لري او تمه يې وښوده، چې وه به کولی شي خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي او ښه نتيجه به لاسته راوړي.

دغه راز نوموړي وويل، افغان لوبډله د قوي او پياوړو لوبغاړو سربېره په خپل منځ کې ښه همغږي او يووالی لري، چې دوی به بريا ته ورسوي.

د ۲۰۲۶ له ۲۳ کلنو کم عمره ځوانانو فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ به د روان ميلادي کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ په ۱۱ بېلابېلو ګروپونو کې پيل شي او د همدې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان به د دغو سياليو په «B» ګروپ کې د کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ويلو ده، چې افغانستان به په يادو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د روان ميلادي کال د سپتمبر مياشتې په درېيمه نېټه د جاپان پر وړاندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۳۲
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۱۲نهو ولایتونو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د طبما ملي فدراسیون له لوري د میدان وردګ ولایت مرکز میدان ښار کې له نهو ولایتونو څخه د ۱۲۰ وررزشکارانو ترمنځ د طبما سیالۍ د کابل ولایت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۲۷
Background image

کابل؛ د مرحوم عبدالحی عزيز پور په ياد کې د سوک وهنې دوستانه سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د کابل ولايت له څلورو زونونو او درېوو ولسواليو څخه د ۱۲۰ سوک وهونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

کابل کې د فني او مسلکي ریاست رئيس او د غير المپيکي فدراسیونونو د مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فني او مسلکي ریاست د رئیس محمد يوسف افتخار او د بېلابېلو غير المپيکي ورزشي فدراسیونونو د استازو او مسولينو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته د. . .

BACK TO NEWS