کابل کې د فني او مسلکي ریاست رئيس او د غير المپيکي فدراسیونونو د مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فني او مسلکي ریاست د رئیس محمد يوسف افتخار او د بېلابېلو غير المپيکي ورزشي فدراسیونونو د استازو او مسولينو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته د المپيک ملي کميټې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
دغه غونډه، چې د ورزش ادارې د فني او مسلکي رياست د رئیس محمد یوسف افتخار په مشرۍ ترسره شوه، پکې د بېلابېلو غير المپيکي ورزشي فدراسيونونو استازو ګډون کړی و، چې د هداياتو او فرامينو عملي کولو، د مسابقاتو وړاندې د مقرري تسليمولو، د ډيټا بيس درلودلو، د ورزشکارانو د عصريې، سفريې او نورو موضوعاتو خبرې وشوې او نظرونه شريک شول.
غونډې ته د وينا پر مهال محمد يوسف افتخار وويل، د ښو اړيکو رامنځته کولو په موخه مو دغه غونډه جوړه کړه، ترڅو يو بل سره نظرونه شريک او د چارو د ښه تنظيم لپاره يو غوره ميکانيزم جوړ کړو.
دغه راز نوموړي له ټولو فدراسيونونو څخه وغوښتل، چې کوم هدايات او فرامين، چې تاسو ته په مکتوبي شکل درځي په جدي ډول ورته پاملرنه وکړئ او عملي يې کړئ.
همدارنګه نوموړې زيات کړه، چې موږ کوښښ کو د تربيت بدني او فدراسيونونو په ظرفيت سازئ کار وکړ او ظرفيت سازي نوره هم لوړه کړو.
په ورته وخت کې د غونډې د ګډون والو له لوري د شته ستونزو یادونه وشوه، چې د فني او مسلکي رئيس له لوري ورته د توان او امکان تر حده د حل کولو ډاډ ورکړل شو.
د ويلو ده، چې ياده غونډه د هېواد ورزش ادارې او فدراسيونونو ترمنځ د همغږۍ، اعتماد سازۍ او ستونزو ته پر وخت رسېدنې، او د ښو اړيکو رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه.
