میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۱۲نهو ولایتونو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د طبما ملي فدراسیون له لوري د میدان وردګ ولایت مرکز میدان ښار کې له نهو ولایتونو څخه د ۱۲۰ وررزشکارانو ترمنځ د طبما سیالۍ د کابل ولایت په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې له کابل، بامیان، خوست، دایکندي، پروان، لوګر، پکتیا، ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو څخه ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې کابل لومړی، میدان وردګ دویم او خوست بیادرېیم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او ولایتونو ترمنځ د ښې همغږي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
