د آسیا د ملتونو جام فوټسال سیالیو په لړ کې تاجکستان افغانستان ته ماتې ورکړه
د آسیا د ملتونو جام فوټسال سیالۍ چې یوه اوونۍ مخکې د ټایلنډ هېواد په کوربه توب د یاد هېواد په پلازمېنه بانکوک ښار کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي، په لړ کې یې نن افغانستان له تاجکستان سره لوبه وکړه.
دغه سیالۍ نن د کابل پر وخت د سهار یوولس نیمې بجې د افغانستان او تاجیکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې تاجکستان افغانستان ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان له دې مخکې په ګروپي سیالیو کې درې لوبې ترسره کړې وې، چې له ایران څخه یې د ۳-۱ ګول په توپیر ماتې وخوړه، له کوېټ سره یې ۳په ـ۳ ګولونو لوبه مساوي شوه او بحرین ته یې بیا د ۲-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې د یادو سیالیو پایلوبه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره شي.