دایکندی؛ جوانان رشکه لوبډلې د شهرستان ولسوالۍ د بادام ګل والیبال جام سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۹:۸
دایکندی؛ جوانان رشکه لوبډلې د شهرستان ولسوالۍ د بادام ګل والیبال جام سیالیو اتلولي وګټله

د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د بادام ګل جام والیبال سیالۍ چې د بدني روزنې او سپورت امریت او والیبال فدراسیون په همکارۍ، د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د جوانان رشکه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

یادې سیالۍ د والیبال د ودې، د میرامور او شهرستان ولسوالیو د یووالي په موخه ترسره شوې.

د سیالیو پایلوبه د جوان رشکه او تمدن غاف لوبډلو ترمنځ وه، چې جوانان رشکه لوبډلې د ۳-۲ میدانونو په توپیر وګټله.

په پای کې محمد حسین فرزام د غوره لوبغاړي، ډاکتر عزیز عزیزي د غوره شوټ وهونکي او امین د غوره سنټر په توګه وپېژندل شول.

د مسؤولینو له لوري غوره لوبډلو او پیاوړو لوبغاړو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS