دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د میرامور ولسوالۍ په جوز بازار کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې خوشحال لومړی او علم بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
