خوست؛ لکڼ لوبډلې د صحرا ټېپ بال کرېکټ ليګ اتلولي وګټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د صحرا ټېپ بال کرېکټ ليګ درېيم پړاو ليګ چې يوه مياشت مخکې پيل شوی و د لکڼ کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو په پايلوبه کې لکڼ کلب لوبډلې په اتو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې ډنجر کلب لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ډنجر کلب لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۱ منډې وکړې او لوبه يې د ۲ منډو په توپير وبايلله.
