جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۲۶
جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د اکتيد دفتر په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د پسرلني جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د افغان کلب او جندمحله ځوانانو لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده او يو-يو امتياز يې ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۷:۴۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ له لوري د کندز د فوټبال ۱۴ کلنو لوبډله وستايل شوه

د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ له لوري کابل ته د يورش حکيم کندز د فوټبال ۱۴ کلنو راغلې لوبډله په خپل کاري دفتر کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستايله.

په دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۵۸
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS