کابل؛ د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ له لوري د کندز د فوټبال ۱۴ کلنو لوبډله وستايل شوه
د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ له لوري کابل ته د يورش حکيم کندز د فوټبال ۱۴ کلنو راغلې لوبډله په خپل کاري دفتر کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستايله.
په دغو مراسمو کې ښاغلي ځدراڼ لوبغاړو ته د ښه راغلاست او ستاينې ترڅنګ د برياوو غوښتونکی و.
د فوټبال ۱۴ کلنو دغه لوبډله د افغانستان د زونونو په کچه د اتلانو فوټبال سياليو کي، چې څو ورځې وړاندې پیل شوي دي ګډون لري.
د يادونې وړ ده، چې په دغه ستاينغوډه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې مسوولينو، د کندز ولایت د فوټبال فدراسيون رئيس جمال ملايي او د فوتبال ۱۴ کلنو لوبډلې ګډون کړی وو.
