تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳
تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سیالې مستطیل سبز لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د تخار ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۴۱
Background image

نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ وشوې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د کجران ولسوالۍ په دروانه سيمه کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۸
Background image

د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک لاسليک شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک د ملي سپورټ تلويزيون سره لاسليک. . .

BACK TO NEWS