د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک لاسليک شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۸
د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک لاسليک شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک د ملي سپورټ تلويزيون سره لاسليک شو، چې د ياد هوکړه ليک په اساس يواځې ملي سپورټ تلويزيون حق لري، چې يادې سيالۍ په رسمي ډول خپرې کړي.

د هوکړه ليک په دغو مراسمو کې د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې او د ملي سپورټ تلويزيون مسوولينو ګډون کړی وو.

د يادونې وړ ده، چې د کابل ولايت د فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سيالۍ به د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د روان کال د مرغومي مياشتې په ۳۰ نېټه د یوولسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال کمېټې نړيوال جمنازيوم کې پيل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۲۲:۲۵
Background image

خوست؛ لکڼ لوبډلې د صحرا ټېپ بال کرېکټ ليګ اتلولي وګټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د صحرا ټېپ بال کرېکټ ليګ درېيم پړاو ليګ چې يوه مياشت مخکې پيل شوی و د لکڼ کلب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۲۲:۲۴
Background image

لغمان؛ قرغيو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې شاوخوا ۲۹ ورځې مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۲۲:۲۳
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ ليګ پيل شو

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د "يووالي جام" په نوم د ټېپ. . .

BACK TO NEWS