دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۱
دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د کجران ولسوالۍ په دروانه سيمه کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پايله کې ظاهر لومړی، الیاس دويم او نورالله بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د ځغاستې ورزش ته د ځوانانو هڅول او سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د فوټسال ملي لوبډله په نړۍ‌وال ټورنمنټ کې د ګډون په موخه برازیل ته ولاړه

د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ کې د ګډون په موخه برازیل ته ولاړه.

دغه سیالۍ چې په دوه ګروپونو کې تر سره کېږي، پر افغانستان او برازیل سربېره د جاپان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې له پکتیکا، غزني او پکتیا ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۰
Background image

خوست؛ یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۴۰ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

\د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS