تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو د اتلولۍ څلورم پړاو سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د سولې جام په نوم له شمالي او شمال ختيځ زون ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو څلورم پړاو سيالۍ د تخار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پای کې د تخار لوبډلې لومړی، بلخ لوبډلې دويم او بغلان لوبډلې بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د کونګ فو ورزش ته وده ورکول او شمال ختيځ او شمال زون ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د يووالي روحيه پياوړي کول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
